Monday, March 16, 2020


د سلو کلونو بدي پای ته ورسیده... جرګې د قاتلانو د کور څلور انجونې د مقتول کورته په بدو کې ورکړې... اووه کلنه انجلۍ چې یې خپل د نیکه په منګ میړه تر لاسه ونیوه، له معصومیته په ډکه لهجه یې وویل: ماما چاکلیټ راته اخلې...!!! #شمله_ور #کیسه_ګۍ کاپی حلمیار فطرت

مینه: ربیع بن کعب رضي الله عنه ته ګورئ، کله چي رسول الله ﷺ  ورته وویل: ربیعه څه حاجت لرې؟ ورته ویې ویل: غواړم په جنت کي له تاسره یو ځای وم . له حضرت ثوبان رضی الله عنه څخه رسول الله ﷺ وپوښتل: دا دمخ رنګ دي ولي بدل شوی ده څه کیسه ده؟ ورته ویل یې:  نه ناروغ یم او نه کوم ځای درد کوي، مګر زه چي کله تاسو ونه وینم نو ډیر زیات مي یادیږي تر څو بیرته تاسو وینم .

د عشق طبیبه له درمان سره یو ځای راشه هو د زړه سره د باران سره یو ځای راشه د الاهو  په شور کې تار د زړګي وترنګوه د مینې راګه له ایمان سره یو ځای راشه ورکه طالبه پر وطن د بلاګانو شپه ده د سبا زیری شه آذان سره یو ځای راشه جانانه نور دي د بیلتون شېبې شمارلی نشم بس دی له خپل کړي پیمان سره یو ځای راشه ګلان چي بعث بعد الموت مني حیات څه کوي بهاره دا ځل له خزان سره یو ځای راشه غواړم چي غم او خوشالي دواړه یو ځای راشي رقیبه ته مې له جانان سره یو ځای راشه دې زمانه کې خو تنها ژوند کول ډیر ګران دی یه حلمیاره له خپل ځان سره یو ځای راشه حمدالله حلمیار

(پرمختللی قوم) ژباړه او زیاتونه: حمدالله حلمیار دجزېرې د باچا پوزه په جګړه کې د ګوزار له کبله غوڅه شوه... باچا روغ شو خو پر مخ یې پوزه نه درلوده چې کله به دربار ته راغی نو په دربار کې ناستو وزیرانو او د کابینې اعضاو به پټ پټ خندل او د باچا څخه یې د خندا دپټولو هڅه کوله...باچا په نزاکت پوه وو خو د پوزې هیڅ علاج یې ونه مونده... سبا یې حکم ورکړ چې د ټولو درباریانو پوزې دې غوڅې کړل شي. سبا وزیرانو او درباریانو ټیټ کتل او باچا موسکل... وزیرانو ته هم له درباره بهر ژوند سخت شو، تر لاس لاندي کارمندانو به ورپسي خندل... باچا ته یي شکایت وکړ، باچا د ټول حکومتي پرسونل او ټولو مامورینو د پوزو د غوڅولو امر صادر کړ... یو وخت چې د جزېرې خلګو ولیدل باچا، وزیران او فوځیان یې پوزې نلري نو د خندا او ټوکو محفلونه یې جوړ کړل خلګو حکومت مسخره کړ او ویل یې د بې پوزو راج چلیږي... باچا ته چې دا خبر ورسیدی نو  سبا یې امر وکړ چي ددې هیواد دهر وګړي پوزه دې غوڅه شي، آن تر دې چې نوی ماشوم  دنیا ته راځي باید پوزه یې غوڅه کړل شي... څوکاله تېر شول،  بې پوزې باچا هم مړ شو، خو ددې جزېرې په خلګو کې د پوزې پرې کېدل یو دود پاتي شو، او دوی  ته  د نورو خلګو روغې پوزې د خندا وړ ښکارېدلې... یو وخت له بلې جزیرې څو کسان د بې پوزو جزیرې ته راغلل، خلګو چې ولیدل د شا ورپسې شول... چا به ویل دا بې تهذیبه او تمدنه خلګ له کومه شول!!!... چا به بیا ویل چې دا لکه چې په ځنګله کې رالوی شوي دي! ځکه یې پوزې نه دې غوڅې کړې...! او... ------------------------------- پند: •ناوړه کارونه که هرڅومره عام شي او د خلګو تر منځ عادي شي، خو هیڅکله مشروعیت نشي موندلای. •الناس علي دین ملوکهم(یعني خلګ د خپلو واکمنانو په دین دي) • دبل په عیبونو پسې مه خانده! خدای به دی ترې خلاص کړي او تا به پرې اخته کړي.

ﺩﺷﻴﻄﺎﻥ ﺍﺳﺘﺎﺫ څﻭﮎ ﺩﻩ؟؟ ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻳﻮﯤ ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﭘﺨﯥ ښځﯤ ﺗﻪ ﭘﻪ ډﻳﺮﻩ ﺣﻴﺮﺍﻧۍ ﺳﺮﻩ ﻭﻭﻳﻞ: ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺩﺍﺩﻩ ﭼﻲ د ځﻣﮑﯥ ﺧﻠګﻭ ﺩﺍ ﺿﺮﺏ ﺍﻟﻤﺜﻞ ګﺭځﻭﻟﯽ ﺩﻩ ﭼﻲ: د ښځﻭ ﭼﻞ ﺍﻭ ﻣﮑﺮ څﺧﻪ ﭘﻨﺎﻩ ﻏﻮﺍړﻩ...ﺍﻭ ﺳﺮﻩ ﻟﻪ ﺩﯤ ﭼﻲ ﭘﻮﻫﻴږﻱ ﺩﺷﺮ ﻟﮑۍ ﺷﻴﻄﺎﻥ ﺩﻩ ﺍﻭ ټﻭﻝ ﻓﺴﺎﺩ، ﺑﺪ ﺍﺧﻼﻗﻲ ﺍﻭ ﺭﻧګﺍﺭﻧګ ﻓﺮﻳﺒﻮﻧﻪ د ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻭﻇﻴﻔﻪ ﺩﻩ؟ ښځﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺗﻪ ﺍﻭﺱ ﺧﺒﺮﯤ ﭘﺮﻳږﺩﻩ، ﻫﻮﻭﻏﻪ ﺧﻴﺎﻁ ﻭﻳﻨﻲ ﭼﻲ ﻧﺎﺳﺖ ﺩﯼ ﺍﻭ د ﺧﻠګﻭ ﺟﺎﻣﻲ ګﻧډﻱ! ﺍﻳﺎ ﮐﻮﻼﯼ ﺷﻲ ﭼﻲ ﻭﺳﻮﺳﻪ ﻭﺭﭘﻴﺪﺍ ﮐړﯤ، ﺁﻥ ﺗﺮ ﺩﯤ ﭼﻲ ښځﻩ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﻱ ﻃﻼﻗﻪ ﮐړﯤ؟؟ ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻣﻮﺳﮑﯽ ﺷﻮ ﺍﻭ ﻭﻳﯽ ﻭﻳﻞ: ﻫﻮ ﺩﺍ ﺧﻮ ﺯﻣﺎ د ﭼﭗ ﻻﺱ ﮐﺎﺭ ﺩﯼ...! ﺷﻴﻄﺎﻥ ﺧﻴﺎﻁ ﺗﻪ ﻭﺭﻏﯽ او ﮐﻮښښ ﻳﻲ ﻭﮐړ ﭼﻲ د ﺧﭙﻠﯥ ښځﯤ ﭘﻪ ﺑﺎﺭﻩ ﮐﻲ  ﺭﻧګﺍﺭﻧګ ﻭﺳﻮﺳﯥ ﺍﻭ ﺷﮑﻮﻧﻪ ﻭﺭ ﻭﺍﭼﻮﻱ، ﺧﻮ ﭘﺮ ﺧﻴﺎط ﻳﯥ ښځﻩ ډﻳﺮﻩ ګﺭﺍﻧﻪ ﻭﻩ ځﮐﻪ ﻳﻲ ﭘﺮ ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻟﻌﻨﺖ ﻭﻭﺍﻳﻮ ﺍﻭ ﭼﭗ ﻃﺮﻑ ﺗﻪ ﻳﻲ ﻻړﯤ ﺗﻮﻑ ﮐړﯤ... ﺷﺒﻄﺎﻥ ﻣﺎﻳﻮﺳﻪ ﺭﺍﻭګﺭځﻳﺪﯼ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﻳﻲ ﻭﻣﻨﻠﻪ... ښځﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺍﻭﺱ ﻣﻲ ﻧﻮ څﺍرﻩ ﭼﻲ ﺯﻩ څﻩ ﮐﻮﻡ...ښځﻩ ﻭﻼړﻩ ﺧﻴﺎﻁ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻭﻭﻳﻞ:  ﻭﺭﻭﺭﻩ ﻳﻮ ښﻩ ښﮐﻠﯽ ټﻭﮐﺮ رﺍﮐړﻩ، ﺯﻭﯼ ﻣﯥ ﻏﻮﺍړﻱ ﺧﭙﻠﯥ مﺤﺒﻮﺑﺎ ﺗﻪ ﻳﯥ ډﺍﻟۍ ﮐړﻱ...ﺧﻴﺎﻁ ﻳﻮه ښﮐﻠﯥ ﺟﻮړﻩ ﻭﺭﺗﻪ ﺧﻮښﻩ ﺍﻭ ﻭﺭﮐړﻩ ښځﻩ ﻭﻼړﻩ... ﭘﻪ ﭘﻮښﺗﻨﻪ ﻳﯥ ﺩﺧﻴﺎﻁ ﮐﻮﺭ ﻭﻣﻮﻧﺪﯼ،  ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ ﻳﻲ ﻭﺭﻭټﮐﻮﻟﻪ، ښځﯤ ﺳﺮ ﺭﺍﺑﻬﺮ ﮐړ، ﺩﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ:  ﺧﻮﺭﯤ ﮐﻮﻼﯼ ﺷﻢ ﭼﻲ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﮐﺮﻩ ﺩﻭﻩ ﺭﮐﺎﺗﻪ ﻟﻤﻮﻧځ ﻭﮐړﻡ؟ ﺩﺧﻴﺎﻁ ښځﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻳﻞ: ښﻩ ﺭﺍﻏﻼﺳﺖﺍﻭ  ﺩﻟﻤﺎﻧځﻩ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻳﻲ ﻭﺭﮐړﻩ...ښځﯤ ﭘﻪ ډﻳﺮﻩ څﺍﻼﮐﻲ ﺳﺮﻩ ﻧﻮﻱ ﺟﻮړﻩ ﮐﺎﻟﻲ ﭘﻪ ﺍﻃﺎﻕ ﮐﻲ ځﺍﯼ ﭘﺮ ځﺍﯼ ﮐړﻩ ﺍﻭ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﻭﺗﻠﻪ... ﮐﻠﻪ ﭼﻲ ﺧﻴﺎﻁ ﺭﺍﻏﯽ ﻧﺎڅﺍﭘﻪ ﻳﯥ ﭘﺮ ﻫﻐﻪ ښﮐﻠﻲ ټﻭﮐﺮ ﺳﺘﺮګﯤ ﻭﻟګﻳﺪﯤ ﻧﻮ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ ﻳﯥ ﺫﻫﻦ ﺗﻪ ﻫﻐﻪ ښځﻩ ﺍﻭ ﺩﻫﻐﯥ ﺧﺒﺮﯤ ﻭﺭﻳﺎﺩﯤ ﺷﻮﯤ...ﻓﮑﺮ ﻳﯥ ﻭﮐړ ﭼﻲ ﺣﺘﻤﺎً ﻳﯥ ﻣﻴﺮﻣﻦ د ﻫﻐﯥ ښځﯤ د ﺯﻭﯼ ﻣﻌﺸﻭﻗﻪ ﺩﻩ، ﺗﺮ څﻳړﻧﯥ ﺍﻭ ﭘﻮښﺗﻨﯥ ﻣﺨﮑﯥ ﻳﯥ ﺗﺼﻤﻴﻢ ﻭﻧﻴﻮﯼ،ښځﻩ ﻳﯥ ﻃﻼﻘﻪ ﮐړﻩ... ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻳﺎﺭﻩ ﺭښﺗﻴﺎﻫﻢ ﭼﻲ ﺗﺎﺳﻮ ښځﯤ ﭘﻪ ﺗﻴﺮ ﺍﻳﺴﺘﻠﻮ ﺍﻭ ﭼﻠﺒﺎﺯﻳﻮ ﮐﻲ ﺗﺮ ﻣﻮږ ﻻ ﺯﻳﺎﺗﯥ ﻣﻬﺎﺭﺕ ﻟﺮئ ښځﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: څﻩ ﺧﻴﺎﻝ ﺩﯤ ﺩﻩ،  ﮐه ﻣﻲ ﺩﺍ ﺧﻴﺎﻁ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﺼﻤﻴﻤﻪ څﺧﻪ ﺭﺍﻭګﺭځﺍﻭﻭ؟؟؟ ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺩﺍ ﮐﺎﺭ ﻧﺎﺷﻮﻧﯽ ﺩﻩ، ﻣګﺭ ﻫﻮ ﮐﻪ ﺩﻱ ﺧﻴﺎﻁ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ګﻧﺎﻩ ﺍﻋﺘﺮﺍﻑ ﻭﮐړ ﺑﻴﺎ ﻳﻲ ﺍﻣﮑﺎﻥ ﺷﺘﻪ، ﺧﻮ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺻﻮﺭﺕ ﮐﻲ ﺗﺎﺗﻪ ﻟﻮﯼ ﺧﻄﺮ ﻣﺘﻮﺟﻪ ﮐﻴږﻱ... ښځﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺑﻴﻐﻤﻪ ﺷﻪ ، ﺩﺍ ﮐﺎﺭ ﺧﻮ ﻣﺎﺗﻪ ډﻳﺮ ﺍﺳﺎﻧﻪ ﺍﻭ ﺑﯥ ﺧﻄﺮﻩ ﺩﻩ، ﺗﻪ ﻓﻘﻂ ﺗﺮ ﺳﺒﺎ ﺍﻧﺘﻈﺎر  ﻭﮐړﻩ... ﺳﺒﺎ ښځﻩ ﺑﻴﺎ د ﺧﻴﺎﻁ ﺩﮐﺎﻥ ﺗﻪ ﻭﺭﻏﻠﻪ، ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻳﯽ ﻭﻳﻞ: ﻭﺭﻭﺭﻩ ﻫﻐﻪ ﭘﺮﻭﻧﯽ ټﻭﮐﺮ ﺑﻴﺎ ﺭﺍﺗﻪ ﺭﺍﮐړﻩ، ځﮐﻪ ﭘﺮﻭﻥ ﭘﺮ ﻻﺭﻩ د ﮐﻮﻣي ﻣﺴﮑﻴﻨﯥ ښځﯤ ﮐﺮﻩ د ﻟﻤﺎﻧځﻩ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻭﺭﻏﻠﻢ، ﭼﻲ ﺭﺍ ﻭﺗﻢ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺟﻮړﻩ ﻫﻠﺘﻪ ﺭﺍﻧﻪ ﻫﻴﺮه ﺷﻮﻩ، ﺍﻭﺱ ﺑﻴﺮتﻪ ﺷﺮﻣﻴږﻡ ﻧﺸﻤﻪ ﻭﺭﺗﻼﯼ!!! ﺧﻴﺎﻁ ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﭘﻮﻩ ﺷﻮ ښځﻩ ﻳﯥ ﺑﯥ ګﻧﺎﻩ ﻭﻩ، ﻧﻮ ډﻳﺮ ﮊﺭ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﺗﻪ ﺭﺟﻮﻉ ﻭﮐړﻩ... ﭼﻲ ﺩﺍ ﻫﺮڅﻩ ﻳﯥ ﻭﻟﻴﺪﻝ ﻧﻮ ﺷﻴﻄﺎﻥ ﻭﻭﻳﻞ: ﺁﻏﻠﯥ! ﺯﻩ ﺳﺘﺎ ﺷﺎګﺭﺩ ﻳﻢ ﮊﺑﺎړﻩ: ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ

پلار: ماښام یي دلالټین رڼا ته پر خپلو کالیو د وینو خاپونه ولیدل، ژر یي جامې بدلې کړې او د مازیګر او ماښام لمونځونه یي راوګرځول... ماسپښین چي یي شهید زوی په غیږ کي اخیستی وو. ــــــــــــــــــ له درملتون نه چټک په پوړیو کي را وخوت، او د درملو کڅوړه یې د مړه زوی سرته کیښوده... ـــــــ ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮﺏ پینسل يي پر منځ دوه ځایه کړ نیم یي ورور ته ورکړ دپینسل روپۍ یې هم نوش جان کړې ـــــــــ تورې عینکې یي ځکه په سترګو کړې وې، چي خلګ یې پر ځوانۍ څُؤ څُؤ ونه وایي. ــــــــ اشاره وچ وچ وټوخیدی غوښتل یي په نیمه سر ورخلاص کړي چي د سګرېټ لوګی ورباندي ښه نه لګیږي، مګر ملګري یي کش کړی دود دده پر طرف ور پو کړ دسګریټو قوطی یي ورته ونیو: هن یو سګریټ وڅکوه سمدستي به دي ټوخی ودریږي... ـــــــ پرسترګو یي په لاس سایه وکړه ویي ویل: هوغه بې شمیره شناختې او دقبرونو کتیبې وینې؟ دا یو وخت په لوی باغ سره مسما وو. ـــــــــــــ #تابلو تر نیم کښي کړکۍ د سپوږمۍ سپینه رڼا له نرم شمال سره راننوته شمال د میز پر سر دپرانیستي کتاب پاڼي واړولي راواړولي دشمعي لمبه یي څو ځله وګډوله پر ملا یي څو ځله ماته راماته کړه خو هغه چي پر میز یي پر خپلو څنګلو سر ایښی وو په هیڅ هم نه ده خبر شوي . ـــــــــــــ #خاطره ښه مي پ یاد دي چي کله به زه له پلار سره ښارته ولاړم نو پلار به مي له هغو دکانو پټ تیرولم چرته چي به دماشومانو دلوبو سامان پلورل کیدل. ـــــــــــــــ ساده چا ورته ویلي وو چي اوس خو غټ سړی یي لږ په تول خبرې کوه' ماته په مخه راغی ویل: آښه نو زه به دا دخبرو تله چیرته پیدا کړم؟ ما ورته وویل: دا خو دعقل په سوپرمارکیټ کي موندل کیږي دا هرځای نه پیدا کیږي... ولاړ او تر اوسه دعقل په سوپر ماکیټ پسي ګرځي. ــــــــ ﻏﺮﺑﺖ د ﺩﺭﻣﻠﻮ ﮐڅﻭړﻩ ﻳﯥ ﭘﺮ ښﻳښﻩ ﺍﻱ ﻣﻴﺰ ﮐﻴښﻭﺩﻩ،  ﺍﻭ ﭘﻪ ﻟﻤﺪﻭ ﺳﺘﺮګﻭ ﻳﯥ ﺩﺭﻣﻠﺘﻮﻥ ﻭﺍﻼ ﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻫﻦ ﺩﺍﺩﻩ ﭘﺮﻭﻥ ﻣﯥ ﺩﺍ ﺩﻭﺍ ﻟﻪ ﺗﺎ څﺧﻪ ﻭﺍﺧﻴﺴﺘﻞ، ﻫﻤﺎﻏﻪ ﺭﻧګﻩ ﻣﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺩﺭﺗﻪ ﺭﺍﻭړﻩ، ﭘﺮﺍﻧﺴﺘﯥ ﻣﻮ ﻻ ﻧﻪ ﺩﻩ؛ ﻣﻮﺭ ﻣﯥ ﭘﻮﺭ ﭘﺮﯤ ﮐړ(ﻭﻓﺎﺕ ﺷﻮﻩ) ﻏﻮښﺗﻞ ﻳﯥ ﺩﻣﻮﺭ ﻣړﯼ ﻭﻃﻦ ﺗﻪ ﺍﻧﺘﻘﺎﻝ ﮐړﻱ. ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ

لیکوال: انتون پاولوویچ چیخوف فارسي ته ژباړه:هارون یوسفي پښتو ژباړه: حمدالله حلمیار دکور ښوونکی څو ورځي وړاندي مي میرمن یولیا واسیلونا چی زما د بچیانو کورنۍ ښونکې ده، زما کارځای ته را وغوښتله،ترڅو معاش یي ورکړم ورته ومي ویل:  مهرباني وکړئ کښینئ، حساب او کتاب به سره وکړو...خامخا تاسو به هم پیسو ته اړتیا لرئ، خو تاسو دومره شریف یاست چي معاش پر خوله هم نه راوړئ. ښـــه، ما له تاسو سره وعده کړې وه چي دمیاشتي به ۳۰ روبل معاش درکوم -وبخښئ ۴۰ روبل :نه نه ۳۰ روبل ځکه ما مي په کتابچه کي راسره یاداشت کړي دي...د کور ښوونکو ته به ما تل ۳۰روبل ورکول...ښــــه نو تاسو دوه میاشتي کار کړی - دوه میاشتي او پنځه ورځې :پوره دوه میاشتي ما نیټه لیکلې ده.... نو له ده حسابه ستاسو معاش شپیته روبل کیږي... نهه ورځې د یکشنبې د ورځې رخصتي ورنه کموم... ځکه تاسو په دغو ورځو کي له کولیا سره کار نه ده کړی، یوازي چکرونه او ارام مو کړی ...او درې ورځي د نوی کال رخصتي. د یولیاواسیلونا  د څیرې رنګ تک سور شو...لمن یي څو ځله ټک وهله خو سپڼ یي له خولې ونه ووت. :هوکي، او دنوی کال درې ورځې رخصتي چي ټولي دوولس ورځې له شپیتو نه کمیږي... څلور ورځې کولیا ناروغه وه او پر کټ پرته وه، چي په دغو څلورو ورځو کي تاسي یواځي له واریا سره کار کړی...او درې ورځې چي ستا پر غاښونو درد وو او زما میرمنې تاسو ته اجازه درکړې وه چي یوازي له ماسپښینه وروسته له بچیانو سره کار وکړئ.دوولس او اووه ۱۹ ورځې... نوولس ورځې چي له شپیتو کمې کړې نو پاته شول یوڅلویښت روبل... سمه ده؟ د یولیاواسیلونا کیڼه سترګه سره شوه او اوښکې پکي وبریښیدې ، شونډې یي وریږدیدې...خپله غوسه یي کنټرول کړه، او د پوزې اوبه یي پورته سوڼ وهلې خو هیڅ خبره یي ونه کړه. :د نوي کال په شپه، یوه د چایو پیاله، او یو د خوږو نعلبکی ستاسو له لاسه پریوتل او مات شول...دوه روبل دپیالې کموم، که څه هم پیالې خو ډیر ارزښت درلود،زموږ د کورنۍ یوه نښه وه، خو پروا نلري ستا بلا دي واخلي...او بل دا چي یوه ورځ ستاسو د نه پاملرنې له کبله، کولیا ونې ته ختلې وه او کمیس یي شلیدلی وو، دا هم لس روبل...او بیا ستا دنه توجه له امله، زموږ پخواني مزدور، د واریا بوټونه غلا کړل، ځکه تاسو باید پر هرشي پام وکړئ... د همدې لپاره خو معاش درکوم...په هر صورت پنځه روبل نور هم کموم....او د جنوري پر لسمه نیټه مي لس روبل نقد درکړي دي ورو یي وویل: -ما له تاسو نه نقد روبل نه دی اخیستي :زه هیڅکله په درواغو په کتابچه کي څه نه لیکم -ډیر ښه پروا نه کوي : اووه ویشت منفي څلورڅلویښت، پاته شول څورالس. دا ځل یي دواړې سترګې له اوښکو ډکې شوې، د اوښکو څاڅکي یي پر ښکلې پوزه را ورغړیدل، خوارکۍ په ریږدیدلي غږ وویل: -  ما یواځي یو ځل ستا له میرمنې درې روبل اخیستي دي نور مي هیڅ نقد روبل نه دی اخیستي. :رښتیا وایي؟ ښه شو چي ودې ویل... دا خو ما یاداشت کړي هم نه وو، نو درې منفي څوارلس کیږي یوولس... مهرباني وکړه دادي یوولس روبل. روپۍ مي ورته ونیوې...هغې ور واخیستې او په لړزیدلو لاسو یي د کمیس په جیب کي واچولې او تر شونډو لاندی یی وویل: - مننه له ځایه مي پاڅیدم او په کوټه کي مي قدم وهل پیل کړل... ټول بدن مي قهر او غوسې نیولی وو، او ومې پوښتله: :د څه لپاره مننه؟ - د پیسو له لپاره چي رادي کړې :مګر ما خو تاسو ته چل درکړ،پر شیطان دي لعنت شي، ستاسو حق مي وخوړ... په ښکاره مي غلا درنه وکړه اخیر "مننه" دڅه لپاره؟ - په نورو ځایو کي همدغه پیسي هم نه راکوي : نه یي درکولې؟ هیڅ د حیرانتیا وړ خبره نه... وګوره تر اوسه ما له تاسو سره ټوکې کولې، غوښتل مي یو تریخ درس درکړم، زه ستا حق اتیا روبل ټول درکوم په هغه پاکټ کي مي ایښي دي. خو انسان ته نه ښایي چي دومره بي لاس او بي پښو دي وي، ولي اعتراض نه کوې؟  ولي پټه خوله یې؟ څنګه امکان لري چي یو څوک دي دومره عاجزه شي؟ یوه ترخه موسکا یي وکړه او د هغې په څیره کي مي ولوستل: "هو امکان لری" کوم تریخ درس چي مي ورکړی وو بخښنه مي ترې وغوښته،او دهغې اتیا روبل معاش مي ورکړ...په حیراني سره یي ور واخیستل او داځل یي دزړه له تله مننه وکړه... او بهر ته ووته. له شا مي ورپسي وکتل او له ځان سره مي وویل: "په دې نړۍ کي خلګو ته فزیب ورکول ، ظلم کول او چالاکي څومره اسانه ده" ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نتیجه: څومره چي ظالم ملامت ده، هغومره دوه برابره مظلوم پړ ده ځکه د مظلوم تسلمیدل د ظالم روحیه لا غښتلی کوې